
د نیالګیو کېنولو په پسرلني کمپاین کې د بنسټونو او ادارو د ګډون پر دوام، اتصالات مخابراتي شرکت د ناجو، لمنز، سرو، مورپان او د مرسل ګلونو د ۸ زره نیالګیو په چمتو کولو سره د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس، مولوي عبدالوکیل «متوکل»، له دې شرکت څخه مننه وکړه او ویې ویل: دغه نیالګي به د لسمې ناحیې په پارکونو او زرغونو سیمو کې کېنول شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه وشي.
نومړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ پلان لري خپل د زرغونتیا پلانونه د ښاریانو او خصوصي سکتور په مرسته په ټول ښار کې عملي کړي؛ ځکه د ښاریانو او خصوصي سکتور رول د یوه زرغون او غوړېدلي راتلونکي په رامنځته کولو کې مهم او اغېزمن دی.
ورته مهال د اتصالات مخابراتي شرکت رئیس ډاکټر خالد «عزیز»، له کابل ښاروالۍ سره د نورو مرستو ژمنه وکړه او ویې وویل: په راتلونکې کې به هم دغه شرکت د ښاري پلانونو او طرحو په پلي کېدو کې له کابل ښاروالۍ سره لا ډېره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې، د اتصالات مخابراتي شرکت په تېرو کلونو کې هم د ښار په زرغونتیا کې برخه اخیستې ده او د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دې شرکت د ملي احساس او هېوادپالنې ستاینه کوي.
اتصالات مخابراتي شرکت د ښار په زرغونتیا کې برخه واخیسته


