
د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سړک په ګلدان کې د ۱۰ زره مرسل ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې.
دغه ګلدان چې، له میرویس میدان ( کوټه سنګي) څخه تر کمپنۍ څلورلارې پورې ۵ کیلومتره اوږدوالی لري، له دې وړاندې ۵۰ زره مرسل ګلان او زرګونه نیالګي پکې کېنول شوي دي او د دغو ۱۰ زره نورو مرسل ګلانو په کېنولو سره به د دې سړک ښکلا نوره هم زیاته شي. دغه راز څو ورځې وړاندې په دې ګلدان کې ۱۰۰۰ د ناجو او ۵۰۰ د مورپان نیالګي هم کېنول شوې دي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په هڅو د یاد ګلدان زرغونتیا او ښکلا ډېره شوې چې د ښاریانو د خوښۍ وړ ګرځېدلې ده. د کمپنۍ سړک په ګلدان کې د ونو د اصلاح، چمن کرلو، د کټارو نصبولو او د خړوبولو سیسټم د رامنځته کولو په برخه کې هم ګټور ګامونه پورته شوي دي.
د زرغونتیا ریاست مسئولین ډاډ ورکوي چې، له دې ګلدان څخه به په دوامداره توګه ساتنه کوي څو یې زرغونتیا او پکې شته نیالګي په ښه توګه وساتل شي.
د کمپنۍ سړک په ګلدان کې د ۱۰ زره مرسل ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې


