الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه څخه تر بادام باغ او د پولي تخنیک غره د لمنې نښلوونکي سړکونه د بره کي څلورلارې بدیلې لارې


له پروان سه له څلورلارې څخه تر بادام باغ پورې او پر دوام یې د پولي تخنیک غره د لمنې نوي جوړ شوي سړکونه د بره کي څلورلارې بدیلې لارې ګڼل کېږي چې، په جوړېدو سره یې ترافیکي بهیر ویشل شوی او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.
له پروان سه څخه تر بادام باغ پورې سړک ۵۶۰ متره اوږدوالی او د پولي تخنیک غره د لمنې سړک ۹۰۰ متره اوږدوالی لري چې، په ورستیو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا جوړ شوي دي.
دغه سړکونه چې، څلورمه، پنځمه او اوولسمه ناحیه یو له بل سره نښلوي، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، په کابل ښار کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه ورته نور سړکونه هم جوړ کړي.