د لومړۍ ناحیې اړوند له نجات څلي څخه تر ابن سينا روغتون پورې د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا پر وړاندې د استملاکي خنډونو د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ښاریانو په مرسته روانې دي څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه، دا سړک د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور سره د خنډونو تر پاکولو وروسته د لسو میاشتو په موده کې جوړ شي.
په دې پروژه کې د لښتیو، پليو لارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي
د دې سړک په جوړېدو سره به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ ترانسپورتي او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د باغ قاضي سړک په اوږدو کې د خنډونو د پاکولو چارې روانې دي


