
د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په برهکي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې له ځنډه پرته دوام لري او هڅه کېږي چې دغه پروژه په لنډ وخت او غوره کیفیت سره بشپړه شي.
د پروژې مدیر انجنیر عبیدالله الهام په دې اړه وویل: هڅې روانې دي څو د دې پروژې لومړۍ برخه چې، په دې څلورلارې کې د موټرو لپاره دځمکې لاندې سړک جوړول دي، د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال تر نیمايي پورې او د پروژې دویمه برخه چې، د هوايي پله جوړول دي، د روان کال تر پایه پورې بشپړې شي.
په برهکي څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د نادریې لېسې څخه د ترافیک تر څلورلارې پورې د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالي سره ډیزاین شوی دی.
دغه راز په دې پروژه کې له دهنباغ څلورلارې څخه د پروان دو تر څلورلارې پورې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي، ۲۰ متره سور، ۸ متره لوړوالی او د ۲۴۷ پايو په درلودلو سره هوايي پل ډیزاین شوی دی.
د مسئولینو په وینا، د یادې څلورلارې ډیزاین د نړیوالو معیارونو مطابق د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک په بڼه چمتو شوی، چې نه یوازې په دې سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت کې مرسته کوي، بلکې د کابل ښار د دوامدارې ودې او پراختیا او د ښار د ښکلا د زیاتوالي لپاره هم زمینه برابروي.
کابل ښاروالۍ د کابل ښار د ترافیکو ریاست څخه چې، د بدیلو لارو په پرامنځته کولو سره یې د ترافیکي بهیر د تنظیم او مدیریت په برخه کې مرسته کړې مننه کوي او له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې، په دې څلورلارې کې له غیر ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او له بدیلو لارو څخه دې ګټه پورته کړي.
په برهکي څلورلارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې له ځنډه پرته روانې دي


