الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 64.33 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

تر ژمني ځنډ وروسته د پغمان پخواني سړک د پراختیا چارې بیا پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان پخواني سړک د جوړولو او پراختیا چارې چې، د هوا د سړښت له امله ځنډېدلې وې، بیا پیل شوې.
دا سړک له قرغې بند څخه تر تاق ظفر پورې ۹۱۵۳ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې، د ژمي تر را رسېدو وړاندې یې ۵۸۰۰ متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یې د ۶۵۳ متره پاتې برخې بنسټیزې چارې روانې دي څو هغه هم قیر ته چمتو شي.
په دې پروژه کې د استنادي دېوالونو، د ۹ او ۱۲ مترو په اوږدوالي او د ۲ او ۴ مترو په سور د ۱۶ پلچکونو جوړول هم شامل دي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د پغمان تفریحي سیمې اوسېدونکو او سیلانیانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.