د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو پله له سیمې څخه د ملالۍ ( بت خاک) څلورلارې سویل خوا ته تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
ټاکل شوې ده دغه مهمه پروژه چې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام شمېرل کېږي، د ۱۲ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه شي.
یاد سړک چې په ټولیزه توګه ۵۶۳۴ متره اوږدوالی لري، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او پاتې ۶۵۱ متره یې ۴۵ متره سور لري.
د لښتیو، پلیو لارو او ګلدانونو جوړول، په سړک د کرښو اچول او د څراغونو نصبول د دې سړک نور مهم جزئیات دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین د دې سړک د جوړولو موخه، د ترافیکي بهیر ویش او د ګڼه ګوڼې کمښت بولي چې، په جوړېدو سره به یې د سیمو اقتصادي او ټولنیزې ودې ته هم زمینه برابره شي. همدا راز د دې پروژې په بشپړېدو سره به د کابل ښار یو مهم سړک په معیاري اقتصادي دهلیز بدل شي.
د بګرامیو پله له سیمې څخه تر ملالۍ څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


