د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې د نوروزآباد (ایمل مهمند) له څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د نوې نښلوونکې سړک د جوړولو چارې روانې دي.
دغه پروژه چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وه، اوس مهمو کاري پړاوونو ته داخله شوې او ډیری برخې یې بشپړې شوې دي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، یاد سړک چې، د ۲۰۹۶ مترو په اوږدوالي او له ۳۰ څخه تر ۴۰ مترو پورې په سور سره ډیزاین شوی دی، لښتي، پلې لارې، د سړک منځ ګلدانونه، څراغونه او نور ښاري تاسیسات هم پکې شامل دي.
د مسئولینو په وینا، دغه پروژه د پلان مطابق پر مخ روانه ده او هڅه کېږي چې د روان کال تر نیمایي پورې بشپړه او ورسره جوخت به د دولسمې ناحیې په شاوخوا سیمو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې،کابل ښاروالۍ د بنسټیزو پروژو پلي کول خپل مهم لومړیتوبونه ګڼي، څو د کابل ښار بڼه په معیاري ډول بدلون ومومي.
د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې هره ورځ له ۶۰ څخه تر ۱۰۰ پورې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
له نوروز آباد څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړولو چارې د پام وړ پرمختګ لري


