
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک د ۳۰۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره، د ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره د پلیو لارو، لښتیو، د بایسکل چلولو لیکو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې پروژې په بشپړېدو سره به له یوې خوا د کارته نو سړک د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او ورسره جوخت به په کابل ښار کې ترانسپورتي زېربناوې پراختیا ومومي.
د کارته نو - قلعه زمان خان د سړک جوړولو چارې روانې دي


