
د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پروژې په لوېدیځ کې د کمري د سړک جوړولو پروژې چارې چې، د ژمي او سړې هوا له امله د لنډې مودې لپاره ځنډېلې وې بیا پیل شوې.
دا سړک په ټولیزه توګه ۲۵۸۶ متره اوږدوالی لري چې، ۱۲۵۵ متره یې د ۲۶ متره او ۳۱ مترو په اوږدوالي د قیر په بڼه او پاتې ۱۳۳۱ متره یې د ۶.۵ مترو په سور سره د کانکرېټ په بڼه ډیزاین شوی دی.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د هوا له سړېدو مخکې د دې سړک د لومړۍ برخې لومړۍ او دویمه طبقه قیر چارې بشپدې شوې دي. اوس مهال د کانکرېټي برخې بنسټیزې چارې روانې چې کیندنې، خاوره لېږدول او هوارول په بر کې نیسي روانې دي.
د سړک ترڅنګ په دې پروژه کې د ۱۲۵۵ مترو په اوږدوالي او ۲ مترو په سور یو لوی کانال، د ۴.۴ مترو په اوږدوالي او ۳ متره سور ۴۶ پلچکونه، د ۸۵ مترو په اوږدوالي او ۲.۷ مترو په سور یو استنادي دېوال، پلې لارې، ګلدانونه، د رروښنایۍ سیستم د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم په پام کې نیول شوي دي.
د سړک جوړولو دا پروژه د کابل ښاروالۍ له مهمو بنسټیزو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې په بشپړېدو سره به یېدد تګ راتګ آسانتیاوې رامنځته او د ۲۲ ناحیې اړوند سیمو اقتصادې ودې ته به زمینه برابره شي.
د کمري د سړک جوړولو پروژې چارې بیا پیل شوې


