
په کابل ښار کې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د لسمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر د سړک په ګلدان او د ۱۶ او ۱۷ ګذر د فرعي سړک په څنډو کې د مورپان او ناجو ۵۰۰ نیالګي چې، د یادې ناحیې د اوسېدونکو له خوا چمتو شوي ؤ، کېنول شول.
د لسمې ناحیې د زرغونتیا مدیر سخاءالله ساحل په دې اړه وویل: د یادې ناحیې د اوسېدونکو په ملتیا به دا لړۍ روانه وي. د نوموړي په وینا؛ د ښار د ښکلا او سمسورتیا په برخه کې د ښاریانو رول مهم دی او دوی باید د خپلو ملکیتونو مخې ته له کېنول شویو نیالګیو څخه په دوامداره توګه ساتنه وکړي، څو په راتلونکي کې د یوه زرغون کابل شاهدان و اوسو.
ورته مهال د لسمې ناحیې یو شمېر اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، له نیالګیو او زرغونو سیمو څخه به ساتنه کوي او د خړوبولو په برخه کې به هم له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د لسمې ناحیې اړوند سیمو کې ۵۰۰ نیالګي کېنول شول


