
په کابل ښار کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي له سړک څخه تر قلعه قاضي پورې د پُل خشک سړک د پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل چې، ټاکل شوې ده د سړک جوړونې دا مهمه پروژه د استملاکي خنډونو تر پاکولو وروسته د یاد ریاست تر څارنې لاندې د ۱۰ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه شي.
نوموړي زیاته کړه چې، دا سړک د ۲۳۶۴ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی چې، د ترافیکي بهیر د وېش په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
د دې سړک په اوږدو کې ۲۹۶ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د اصولو او کړنلارې له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي.
د سیمې اوسېدونکو د دې سړک له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې، د یاد سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې او د سیمو اقتصادي او پلاني ودې ته به زمینه برابره شي.
په دیارلسمه ناحیه کې د پُل خشک سړک د پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې


