
ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د امنیت پروژې سړک د قلعه زمان خان او د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له سړکونو سره ونښلول شو، چې دغه اقدام د ګڼه ګوڼې د کمښت او د اړوند سیمو ترافیکي بهیر د ویش په برخه کې مهم رول لري .
د امنیت پروژې له سړک څخه د احمد شاه بابا مینې د دویم بلاک تر سړک پورې نښلوونکی سړک ۷۲۸ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له امنیت پروژې څخه تر قلعه زمان خان پورې سړک ۷۳۰ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون جوړ شوي دي.
یاد سړکونه چې د کابل ښار له مهمو سړکونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د تخنیکي معیارونو مطابق په اساسي توګه جوړ شوي دي.
کابل ښاروالۍ له ښاریانو غوښتنه کوي چې، د عامه ښاري تاسیساتو په ځانګړې توګه د نویو جوړو شویو سړکونو ساتنې ته پام وکړي.
د امنیت پروژې سړک د قلعه زمان خان او د احمدشاه بابا مېنې د دویم بلاک له سړکونو سره ونښلول شو


