الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له بي بي مهرو سیمې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوي سړک د جوړولو په اړه اقدام وشو


د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د اقتصادي ودې او معیاري پراختیا په موخه، د لسمې ناحیې اړوند له بي ‌بي مهرو سیمې (د عزیزي پلازا ) له مخې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د نوې سرک د جوړولو په اړه اقدام وشو.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري پّ دې تړاو وویل: دغه پروژه د متوازنې پراختیا، د لومړیتوبونو د ارزونې او د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت په موخه طرحه شوې ده. د نوموړي په وینا؛ یاد سرک ۳٬۸۴۶ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري.
د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس زیاته کړه، د سړک جوړونې دغه پروژه چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده، د ۳۷۰ میلیونه ، ۴۲۸ زره، ۴۱۵ افغانیو په لګښت به د ۱۳ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه شي.
ورته مهال د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري وویل: د دې سړک په اوږدو کې ۸۱۳ ملکیتونه تر استملاک لاندې چې، د کړنلاې او اصولو له مخې به یې مالکانو ته مناسب بدیل حقونه ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه چې، د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د کابل ښار ترانسپورتي او ترافیکي زېربناوې پراختیا ومومي او له بلې خوا به د اړوند سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د تلپاتې پراختیا په موخه، په بېلابېلو ناحیو کې د سړک جوړونې ورته نورې پروژې هم د پلي کېدو په حال کې دي.