
له فیصل ښارګوټي څخه تر ګلباغ پله پورې د ۲۳۹۶ مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دی او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي.
دا سړک د ۲۴ مترو په اوږدوالي، ۱.۲ مترو په سور یوه پلچک، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د یادونې وړ ده چې، د ګل باغ سړک د یو مهم اقتصادي دهلیز په توګه، د کابل لویدیځ زون له سویل سره نښلوي او د ترانسپورتي زیربناوو په ښه والي او د ترافیکي ستونزو په کمښت کې مهم رول لري.
د ګلباغ سړک په څلورو برخو کې په ټولیزه توګه د ۱۲ کیلو مترو په اوږدوالي او د ۳۳ مترو په سور سره ډیزاین شوی او چارې یې په منظمه توګه روانې دي.
د ګلباغ سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي


