الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي


د کابل ښاروالۍ له خوا د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د ۳۳۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې روانې دي او هڅه کېږي څو په روان کال کې بشپړې او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه سړک چې یو مهم نښلوونکی سړک دی، د کابل په سویل ختیځ زون کې یو له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي.
‌‌‌د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتيو، یو لوی پل، پلچکونو د ۷۰۰۰ متر مربع په اندازه استنادي دېوال، پلیو لارو، ګلدانونو او تم ځایونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي.
د مسئولینو په وینا؛ تر اوسه د دې سړک د جوړولو چارې ۳۷ سلنه پرمخ تللې او ټاکل شوې ده په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې شي.