الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او یو بل سره د سیمو د نښلولو په موخه، د ۵۳۱۴ مترو په اوږدوالي او ۳۳ مترو په سور سره د ګلباغ سړک د درېیمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي او په پام کې ده چې، ځیني برخې یې قیر کولو ته چمتو شي.
دغه سړک له ګلباغ پله څخه تر چهل دختران سیمې پورې د ۱۴۰۰۰ متر مکعب استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک دکرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د ګلباغ سړک چې د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي، د کابل لوېدیځ له سویل سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې ترافیکي ګڼه ګوڼه د پام وړ کمښت ومومي.