الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شپږمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو


د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون په شپږمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د شپږمې ناحیې رئیس مولوي عبدالخالق بدر او د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او ولسي چارو د همغږۍ ریاست مرستیال سید عبدالعلي یاسین ‌زي هر یوه په خپلو خبرو کې د نیالګیو د کېنولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره د نیالګیو کېنولو موسم یو ښه فرصت دی؛ اړتیا ده چې، ټول په دې موسم کې نیالګي کېنوي او په دومداره توګه یې ساتنې وکړي. د دوي په وینا؛ د شپږمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه به د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کېنول شي او په معیاري ډول به ترې ساتنه وشي.
ورته مهال د شپږمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورا رئیس حاجي وزیرګل او یو شمېر نورو ښاریانو د زرغونو سیمو په ساتنه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې، د نیالګیو کېنولو په دې موسم کې به د خپل توان مطابق نیالګي کېنوي.
د یادونې وړ ده چې، د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه، د شپږمې ناحیې د ګذر وکیلانو او د یادې ناحیې د یو شمېر اوسېدونکو له خوا ۶۵۰ نیالګي او زنیتي بوټي چمتو شوي دي.