الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یولسمه ناحیه کې د ۵ زره نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه


د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست له لوري د یوولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د ۵ زره میوه لرونکو او بې میوې نیالګیو د کېنولو لړۍ پیل شوه؛ دا اقدام د زرغونو سیمو د پراختیا او د چاپېریال د سالم ساتلو په موخه ترسره شو.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال مولوي محمدشاه «همت» وایي چې، تر دې دمه د پنجشیر واټ پر سړک ۲۰۰ د ناجو نیالګي کېنول شوي دي او ټاکل شوې چې، ۴۸۰۰ نور نیالګي د دې ناحیې په زرغونو سیمو، پارکونو او د سړکونو په ګلدانونو کې کېنول شي.
د مسؤلینو په وینا؛ دا برنامه د ښار د ښکلا او د ښاریانو لپاره د سالم چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د پراخو هڅو یوه برخه ده.
د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال له ټولو کابل ښاریانو وغوښتل چې، د نیالګیو کېنولو، ساتنې او خړوبولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د یو زرغون او ښکلي ښار په جوړولو کې همکار و اوسي.