الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د څلورمې ناحیې اړوند د پخواني تایمني له څلورلارې څخه د تایمني پروژې تر څلورلارې پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې په منظمه توګه روانې دي او هڅه کېږي څو دغه پروژه په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا پروژه د ۶۱۲ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور سره د لښتيو، پلیولارو، ګلدانونو، څراغونو، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوې ده.
د یاد سړک په جوړېدو سره به د تایمني او ورڅېرمه نورو سیمو اوسېدونکو ته ګڼې ترانسپورتي، ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې، د کار له امله د لنډې مودې لپاره دا سړک د ترافیکو پرمخ بند شوی او ښاریان کولای شي له نورو بدیلو لارو څخه ګټه پورته کړي.