
د یو ویشتمې ناحیې اړوند د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو – لته بند سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول پکې شامل دي روانې دي.
دغه سړک د ۲۷۰۶ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، تم ځایونو، څراغونو او په سړک د کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
دا سړک د کابل ښار په سویل ختیځ زون کې له اقتصادي دهلیزونو شمېرل کېږي چې، په جوړېدو سره به یې د سیمو د اقتصادي ودې سربېره، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د کابل - جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو - لته بند سړک د دویمې برخې لومړنۍ چارې روانې دي


