الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مرنجان تپې په پارک کې د ۵۶۰۰ نیالیګو او زینتي بوټو د کېنولو چارې پیل شوې


د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د مرنجان تپې اړوند په آزادۍ پارک کې د ۵۶۰۰ زینتي بوټو او ګلانو د کېنولو چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، د شته بوټو او نیالګیو د ساتنې او پالنې سربېره به په یاد پارک ګڼ شمېر نورو فصلي بوټي او مرسل ګلان په معیاري توګه کېنول شي او په دوامداره توګه به یې ساتنه او پالنه کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې، په ښار کې زرغونې سیمې ځانګړی اهمیت لري او د کابل ښار د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې به منظم او ارزول شوي پلانونه پلي شي.
دغه راز ښاغلي متوکل له ښاریانو وغوښتل چې، د کابل ښار د اقلیم مطابق نیالیګي کېنوي او په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پلان لري چې، په خپلو قوریو کې روزل شوي یو میلیون نیالګي او زنیتي بوټي د کابل ښار د غرونو او غونډیو په لمنو او زرغونو سیمو کې کېنوي.