
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د ښار د سمسورتیا او ښکلا په موخه، د څلورمې ناحیې اړوند د سړکونو په ګلدانونو، زرغونو سیمو او پارکونو کې د ۵۲ زره مرسل ګلانو او نورو زینتي بوټو د کېنولو چارې روانې دي.
د زرغونتیا ریاست د فني مرستیال مولوي محمدشاه همت په وینا؛ تر اوسه د قلم الدین په پارک او پروان دو څلورلارې کې ۲۰۰ د مرسل ګلانو بوټي کېنول شوي او دا لړۍ روانه ده.
نوموړي زیاته کړه چې، ټاکل شوې ده ۵۲ زره نور مرسل ګلان او زینتي بوټي هم د یادې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې په منظمه توګه کېنول شي.
اوس مهال د پخوا په برتله د یادې ناحیې د زرغونو سیمو وضعیت مثبت بدلون موندلی او هڅې روانې دي څو د ښار اوسنۍ بڼه نوره هم ښکلې او زرغونه شي.
مسئولینو ډاډ ورکړ چې، په ګلدانونو، زرغونو سیمو او پارکونو کې له کېنول شویو بوټو او نیالګیو څخه به په دوامداره توګه ساتنه وشي څو ورسره جوخت زرغونتیا او ښاري ښکلا خوندي شي.
همدا راز له ښاریانو غوښتنه وشوه چې، د ګلانو او نیالګیو په ساتنه او پالنه کې له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
په څلورمه ناحیه کې د ۵۲ زره مرسل ګلانو او زینتي بوټو د کېنولو چارې روانې دي


