
د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په بره کې څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې پیل شوې چې، تر دې دمه ۸۰ سلنه کاري پرمختګ لري او ټاکل شوې ده د ۱۴۰۵ کال تر نیمايي پورې بشپړې شي.
همدا راز په یاده څلورلارې کې د هوايي پله د جوړولو چارې هم د ۱۴۰۴ لمریز کال په کب میاشتې کې پیل شوې، چې تر اوسه ۱۵ سلنه کاري پرمختګ لري او د اټکل له مخې به د روان کال تر پایه بشپړې شي.
د نادریې لېسې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور تر ځمکې لاندې سړک ۴۷۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور او ۵.۵ متره ژوروالی لري.
همدا راز د دهن باغ څلورلارې له خوا د پروان دو څلورلارې په لور هوايي پُل ۷۰۰ متره اوږدوالی، ۲۰ متره سور، ۸ متره لوړوالی او ۲۴۷ استحکامي پایلونه ( ستنې) لري.
په بره کي څلورلارې کې تر ځمکې لاندې سړک او هوايي پله ټول لګښت ۱.۵ میلیارده افغانۍ اټکل شوی دی.
په بره کي څلورلارې کې د نړیوالو معیارونو مطابق یو هوايي پُل او ترځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي دي. دغه څلورلارې یو له بل سره د کابل ښار د مرکزي برخو د نښلولو یوه مهمه سیمه ده چې، د ښار شمالي زون له لوېدیځ زون سره نښلوي او د کابل ښار د تلپاتې پراختیا او د ګڼه ګوڼې د کمښت په برخه کې مهم رول لري.
په بره کي څلولارې کې د هوايي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو له چارو نوی راپور


