الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نوروزآباد د سړک جوړونې په پروژه کې له بې کیفیته کار څخه مخنیوی وشو


د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له خوا د دولسمې ناحیې اړوند له نوروزآباد ( ایمل مومند) څلورلارې څخه تر دولسمې امنیتي حوزې پورې د سړک جوړونې په پروژه کې له بې کیفیته کار څخه مخنیوی وشو او د سړک هغه برخې چې، تخنیکي ستونزې یې درلودې د بیا جوړولو او اصلاح په موخه ویجاړې شوې.
د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس وویل: د ژمي په موسم کې د یاد سړک ځیني برخې د ژمنیو تدابیرو په پام کې نیولو پرته جوړې شوې وې او اوس به بیاځلي د فني معیارونو په پام کې نیولو سره په ښه کیفیت جوړې شي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې، په ښار کې له ټولو پلي کېدونکو پروژو څخه دوامداره څارنې کېږي او چاته به اجازه ورنه کړي چې، د پروژو په پلي کېدو کې غفلت او ناغیړي وکړي. د نوموړي په وینا؛ د څارنو اصلي موخه دا ده چې، د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت او د فرصتونو د ضایع کېدو مخنیوی وشي او ټول ودانیز توکي تر کارونې وړاندې یو ځل په لابراتوار کې و ازمویل شي.
دغه سړک چې د ۲۰۹۶ مترو په اوږدالي، ۳۰ او ۴۰ مترو په سور سره ډیزاین شوی دی، د یوه معیاري سړک د ټولو جزئیاتو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي.
یاده پروژه د پلان له مخې مخته ځي او هڅه کېږي چې، د روان کال تر پایه بشپړه او یاد سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د ورڅېرمه سیمو سړکونو ترافیکي بهیر په منظمه توګه ووېشل شي.