ټاکل شوې سږ کال ۹ کیلومتره مهم واټونه (د ۴۲ کیلومتره معادل سړک ۷ متره) په ۴، ۵، ۱۱، ۱۵ او ۱۷ مه ناحیه کې (چې موقعیت یې لاندې نقشه کې په سور رنګ نښه شوی) د پورته ذکر شوې برنامې په چوکاټ کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
1. د بادام باغ له سړکه رانیولې تهیه مسکن مارکیټ څلور لارې او له ګل سرخ نه د ترافیک څلورلارې (کلوله پشته) پورې ۲،۸ کیلو متره اوږد اړ ۳۰ متره پلن سړک.
2. له کلای نجاران څلورلارې نیولې د خواجه بغرا درې لارې پورې ۲،۲کیلومتره اوږد او ۴۰ متره پلن سړک.
3. د پنځمې ناحیې اړوند د سړک ۴ کیلو متره اوږده او ۳۰ متره پلنوالي درلودونکې برخه
د دغو سړکونو په جوړیدو او افتتاح سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه او اړوندو ساحو کې د هوا ککړتیا کمه شي او معیاري زیربناو ته به د خلکو لاسرسی زیات شي.