
د اتمې ناحیې اړوند د ستانکزي له څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک د جوړولو چارې په غوره کیفیت او چټکه توګه روانې دي. دغه سړک چې یوه مهمه ښاري لاره ده، اوس مهال یې پاتې برخې قیر چارو ته د چمتو کولو په حال کې دي.
یاد سړک چې له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې په ټولیزه توګه ۲۵۳۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري، د یو کیلو متر په اوږدوالي یوې لیکې قیر چارې یې ترسره شوې دي.
ورته مهال د دې سړک د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، زرغونو سیمو، د بایسکل چلولو لیکو او پلچکونو جوړولو چارې هم تر لاس لاندې دي. همدا راز په دې پروژه کې د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا د کابل- لوګر سړک د کابل- جلال آباد له سړک سره ونښلول شي او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
له ستانکزي څلورلارې څخه تر بګرامیو پورې د سړک جوړولو چارې ښه کاري پرمختګ لري


