الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري


د کابل ولایت مقام د اداري ودانۍ مخې ته د هوايي پله د جوړولو چارې چې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي په ۹ مه نېټه د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا پیل شوې تر اوسه ۲۰ سلنه کاري پرمختګ لري.
دا پُل چې ۲۳۵ متره اوږدوالی، ۱۸ متره سور، ۶.۸ متره لوړوالی او ۴۷۲ متره شیرواله لري، د شپږو استحکامي پایو(ستنو) په وسیله به وردول شي. همدا راز د دې پله په ډیزاین کې د ۳۳ مترو شعاع په درلودلو سره د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي دایروي رمپ هم په پام کې نیول شوی دی چې، د ترافیکي بهیر د تنظیم په برخه کې به ګټور تمام شي.
دا هوايي پُل په څلورو لینونو کې ( دوه د تګ او دوه د راتګ) ډیزاین شوی دی چې، لوپ ته ورته رمپونه لري او د وسایطو د حرکت په تنظیمولو کې به مهم رول ولوبوي.
دا چې، سالنګ واټ د کابل ښار یوه مرکزي، سوداګریزه او ګڼه ګوڼه لرونکې سیمه بلل کېږي، د دې اړتیا وه چې په دې ځای کې یو هوايي پُل جوړ شي، څو له یوې خوا د نوي ښار، ده افغانانو او ورڅېرمه سیمو په سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي اوبله خوا به ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.