
په ښار کې دزرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري چاپېریال د ښکلا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د ګذر وکیلانو په مرسته، د شپږمې ناحیې اړوند له عدلیې وزارت څخه د امید سبز تر ښارګوټي پورې د سړک په ګلدان کې ۲۰۰۰ ډول ډول نیالګي کېنول شول.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس، مولوي عبدالوکیل متوکل، د ګذر وکیلانو له خوا د دغو نیالګیو په چمتولو کې له مرستې مننه وکړه او ویې ویل: د نیالګیو د کېنولو فرصت باید له لاسه ور نه کړل شي او اړتیا ده چې ټول ښاریان د ښار د زرغونو سیمو په پراختیا او ساتنه کې برخه واخلي، ځکه ونې او زرغونې سیمې د ښاري چاپېریال په ښه والي کې مهم رول لري.
دغه راز د شپږمې ناحیې رئیس، مولوي عبدالخالق بدر د بېلابېلو ګذرونو د اوسېدونکو په استازیتوب د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې، د ګذر وکیلانو په نوښت، ۱۴۰۰ د ناجو، ۴۰۰ ارغوان، ۱۰۰ مورپان او ۱۰۰ د بادامو نیالګي د یاد سړک په ګلدانونو کې کېنول شوي دي.
مسؤولین ټینګار کوي چې، د دا ډول برنامو دوام، د ښار د ښکلا تر څنګ، د چاپېریال د کیفیت په ښه والي او د ښاریانو لپاره د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې اغېزمن رول لري.
له عدلیې وزارت څخه د امید سبز تر ښارګوټي پورې د سړک په ګلدان کې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شول


