الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې مېنې(ج) برخه د لا زرغونتیا په لور


په ښار کې دزرغونو سیمو د پراختیا او د ښاري چاپېریال د ښکلا په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د یوولسمې او پنځلسمې ناحیې اړوند د خیرخانې مېنې د (ج) برخې په پارکونو، زرغونو سیمو او ګلدانونو کې د ۱۳۴۰۰ نیالګیو او زینتي ګلانو د کېنولو چارې په منظمه توګه روانې دي.
د یاد ریاست د زرغونتیا آمر شاکر احمد «عمر» په وینا، د دې برنامې په چوکاټ کې به د ناجو ۷۰۰ نیالګي، د دیواربید ۲۰۰۰ نیالګي، د چنار ۱۰۰ نیالګي، د پشه‌خانې ۱۰۰۰ نیالګي، د شمشاد ۸۰۰ نیالګي او د شینګ ۶۰۰ نیالګي او دغه راز د مرسل ګلان ۱۲۰۰ بوټي او ۷۰۰۰ موسمي ګلان د خیرخانې په (ج) برخه کې کېنول شي.
اړوند مسئولین د دې اقدام موخه، د چاپېریال د کیفیت ښه والی، د هوا د ککړتیا کمښت او د ښاري ښکلا رامنځته کول بولي.
هغوی ټینګار کوي چې، د زرغونو سیمو پراختیا د ښاریانو په رواني او جسمي روغتیا کې مهم رول لري.
په همدې حال کې، د کابل له اوسېدونکو غوښتنه کېږي چې، د نویو کېنول شویو نیالګیو او ګلانو په ساتنه او پالنه کې برخه واخلي، ځکه د خلکو له مرستې پرته به د دغو هڅو دوام ستونزمن وي.