الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سړک جوړونې پروژو د بهیر د ښه‌ والي په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه


د سړک جوړونې پروژو د بهیر د ګړندیتوب او ښه کیفیت په موخه، د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو د مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په مشرۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسؤلینو او کارکوونکو په ګډون تخنیکي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د روانو پروژو د وضعیت ارزونې سربېره، د سړک جوړونې د نویو پروژو پر طرحو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال ټینګار وکړ چې، پروژې باید په ټاکلي وخت او د تخنیکي معیارونو مطابق بشپړې شي او د دندې په ترسره کولو کې د تخنیکي مسؤلینو هر ډول غفلت د منلو وړ نه دی. نوموړي څرګنده کړه چې، د سرغړونې په صورت کې به له مسؤلینو سره د مجازاتو او مکافاتو د اصل له مخې چلند وشي.
ښاغلي یاسر د سرغړونو او د غیر معیاري کارونو د ترسره کولو د مخنیوي او په برخه کې د یو شمیر کارکوونکو د هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې، د سړک جوړولو پروژې باید په صادقت، مسئولیت او له ځنډ پرته د ټاکل شوي ډیزاین مطابق پلي شي.