الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د وزیر محمد اکبر خان مېنې د فرعي سړکونو د تیږو فرش چارې د پام وړ پرمختګ لري

د لسمې ناحیې اړوند د وزیر محمد اکبر خان مېنې او په شېرپور سیمې کې د اوو فرعي سړکونو د تیږو فرش چارې ۶۰ سلنه پرمخ تللې او د پلي کېدو بهیر یې په دوامداره توګه پر مخ روان دی.
دغه پروژه چې د ښاري بنسټونو د ښه‌والي له مهمو برنامو څخه ده، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي.
یاد سړکونه په ټولیزه توګه ۵٬۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۲ متره سور لري، چې د ښاري معیارونو په پام کې نیولو سره طرحه شوي دي او له تیږو فرشولو سربېره، د لښتیو او پلیو لارو جوړول هم پکې شامل دي.
په دې پروژه کې لومړی، دویم، درېیم، څلورم، پنځم، اووم او دیارلسم فرعي سړکونه شامل دي، چې دسیمې اوسېدونکو ته د آسانتیاوو په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
په دې پروژه کې د تیږو کارول د یو اساسي ودانیز عنصر په توګه نه یوازې د سړکونو دوام او مقاومت زیاتوي، بلکې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو په پیاوړتیا کې هم مثبت اغېز لري.
مسؤلین وایي چې، هڅې روانې دي څو دا پروژه په ټاکلي وخت بشپړه شي.