الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له علاءالدین درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې سړک ښه کاري پرمختګ لري

د شپږمې ناحیې اړوند د علاءالدین له درې لارې څخه د چهاردهي تر چهار قلعه پورې د ۱۹۰۲ مترو په اوږدوالي او ۲۰ متره سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو عملي چارې روانې دي. یاد سړک چې د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو، څراغونو او د یوه معیاري سړک د نورو جزئیاتو په ګډون ډیزاین شوی دی تر راتلونکو ۳ میاشتو پورې به جوړ شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل د لوېدیځ زون اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
له بل لوري اټکل کېږي چې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د علاءالدین، کارته سه او د چهاردهي د چهارقلعه سیمو پرمختیايي او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.