الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو پروژه ۶۲ سلنه کاري پرمختګ لري


د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د خیرخانې کوتل سړک د درېیمې برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او تر اوسه ۶۲ سلنه کاري پرمختګ لري.
یاد سړک له سرای شمالي سیمې څخه ښي خوا ته، ۳۶۴۷ متره اوږدوالی او ۲۷ متره سور لري. د مسئولنو په وینا؛ د ژمي تر را رسېدو وړاندې د ۱۸۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱۲ مترو په سور سره د یاد سړک د یوې برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي.
اوس مهال هڅه روانې دي چې، د یاد سړک پاتې برخې هم هر څه ژر قیرکولو ته چمتو شي. د سړک جوړونې په دې پروژه کې د لښتیو، استنادي دېوالونو، د ۲۷ او ۸۳ مترو په اوږدوالي او د ۱.۵ او ۳.۶ مترو په سور پنځو پلچکونو او ګلدانونو جوړول، کرښې اچول او د څراغونو نصبول هم شامل دي.
د خیرخانې کوتل سړک د کابل د شمال له اقتصادي دهلیزونو څخه شمېرل کېږي چې، د تګ راتګ لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري او کابل ښاروالۍ هڅه کوي چې، د جوړولو چارې یې په ټاکلي وخت او لوړ کیفیت بشپړې شي.