الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د چارو بشپړولو لپاره هڅې روانې دي


له جوی شیر څخه تر پُل آرتل پورې د سړک د جوړولو او پراختیا چارې ښه کاري پرمختګ لري او هڅه کېږي څو دا پروژه تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دا سړک ۸۶۰ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، چې د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي یوه کانال، د ۹۵ مترو په اوږدوالي استنادي دېوال، لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او نورو جزئیاتو په ګډون ډيزاین شوی دی.
کابل ښاروالۍ د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه پلان لري چې، د یو شمېر نویو سړکونو چارې هم ډېر ژر پیل کړي. له ښاریانو څخه غوښتنه کېږي څو د دې پروژو د پلي کېدو په برخه کې همکار و اوسي.
همدا راز له فرهنګ څلورلارې( زیرزمینۍ) څخه تر شاه دو شمشېره درې لارې پورې د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ مترو په سور سره د سړک پراختیا هم د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د سړکونو جوړول او پراختیا د تګ راتګ آسانتیاوې برابروي او همدا راز د سیمو اقتصادي ودې ته زمینه برابرېږي.