الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې په اوږدو کې د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې روانې دي


د پلي تګ راتګ په برخه کې د نظم راوستلو او له ترافیکي پېښو څخه د مخنیوي په موخه، د خیرخانې کوتل سړک د لومړۍ برخې د پلیو لارو په اوږدو کې د اوسپنیزو کټارو د نصبولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په منظمه توګه روانې دي.
د مسؤلینو په وینا؛ په ټوله کې د دغو کټارو اوږدوالی ۷۲۰۰ مترو ته رسېږي چې، تر اوسه یې ۳۷۰۰ متره نصب شوې دي او ټاکل شوې ده، په راتلونکې یوه میاشت کې یې چارې بشپړې شي.
د کابل ښاروالۍ د طرحې او پلان له مخې، د دې سړک په اوږدو کې د پلیو تګ کوونکو لپاره درې هوايي پلونه هم په پام کې نیول شوي چې، د جوړولو لومړني چارې یې پیل شوې دي. دغه پلونه به د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې جوړ شي څو، د پليو لارونکو لپاره د خوندي تګ راتګ زمینه برابر شي.
همدا راز د ښار په نورو سیمو کې هم د پلیو لارو د کټارو د نصبولو چارې روانې دي څو، له یادو لارو څخه په ښه توګه ګټه پورته او د ترافیکي بې نظمیو مخنیوی وشي.
د یادونې وړ ده چې، دا کټارې به تر نصب کېدو وروسته رنګ او ورسره جوخت به د خیرخانې کوتل سړک ښکلا نوره هم زیاته شي.