
د زرغونو سیمو د پراختیا او ښاري ښکلا په موخه، د مکروریان څلورلارې په ګلدانونو کې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا د مرسل ګلانو ۳۰۰ بوټي کېنول شول.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال مولوي محمدشاه همت په دې اړه وویل: په پارکونو، د سړکونو په ګلدانونو او د نهمې، لسمې او شپاړسمې ناحیې په زرغونو سیمو کې د ۳۱٬۳۰۰ نیالګیو او زینتي ګلونو د کېنولو چارې روانې دي چې، ۳۰۰ د ناجو نیالګي، ۵۰ د مورپان، ۵۰ د لمنز، ۱۰٬۰۰۰ د دیواربید، ۱۰۰ د ګنډېري، ۱۰۰ د سوسن، د مرسل ګلانو ۵۰۰ بوټي، ۲۰٬۰۰۰ موسمي ګلان او ۲۰۰ د توپي ناجو پکې شامل دي.
مسئولینو په وینا، د دې کار موخه د چاپېریال د کیفیت ښه والی، د هوا د ککړتیا کمښت او د ښاري ښکلا رامنځته کول دي. دوی ټینګار کوي چې، د زرغونو سیمو پراختیا د ښاریانو په رواني او جسمي روغتیا کې مهم رول لري.
ورته مهال له کابل ښاریانو غوښتنه کېږي چې، د نویو کېنول شویو نیالګیو او ګلانو په ساتنه، خړوبولو او پالنه کې فعاله ونډه واخلي؛ ځکه د خلکو له مرستې پرته به د دغو هڅو دوام ستونزمن وي.
په مکروریان څلورلارې کې د مرسل ګلانو ۳۰۰ بوټي کېنول شول


