الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له آریانا څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک په اوږدو کې نیالګي کېنول شول


د ریاست الورزاء مقام د دفتر رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع، د کابل ښاروالۍ د مسئولانو او اړوند ادارو د استازو په ګډون له آریانا څلورلارې څخه تر صحت عامې څلورلارې پورې د سړک او ورڅېرمه نورو سړکونو په اوږدو کې نیالګي او زینتي بوټي کېنول شول.
له دې برنامې څخه موخه د زرغونو سیمو پراختیا، د ښاري ښکلا رامنځته کول او د ښاري کلتور دودول بلل شوي دي.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل وویل چې، هڅې روانې دي څو د عمومي سړکونو په اوږدو کې زرغونتیا او ښکلا لا زیاته شي. نوموړي د ښار زرغونتیا او د آبادۍ کې د ادارو او ښاریانو رول مهم او ګټور وباله.
د هغه په وینا؛ د یاد سړک په اوږدو کې د پنجه چنار، توپي ناجو، مرسل ګلان او نور فصلي بوټي کېنول شوي چې، په دوامداره توګه به ترې ساتنه وشي.
کابل ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا او د یوه پاک چاپېریال رامنځته کولو په برخه کې ګټور فعالیتونه ترسره کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.