الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د سړک د دویمې برخې د پراختیا چارې پیل شوې


په کابل ښار کې د ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو او د سیمو د اقتصادي ودې په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې د کابل–جلال‌آباد سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا لومړنۍ چارې پیل شوې.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري وویل چې، دا مهم سړک له پکتیا کوټ څخه د تنګي غارو تر تالاشۍ پورې ۱۰٬۲۹۳ متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه به د څه باندې ۱٬۰۲۷٬۷۹۴٬۵۳۱ افغانیو په ارزښت د ۲۴ میاشتو په موده کې په دوو اصلي او دوو فرعي لیکو کې جوړ شي.
هغه زیاته کړه چې، د لښتیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او کرښې اچول د دې پروژې نور جزئیات دي.
د مکروریانو له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک، چې د کابل–جلال‌آباد لویې لارې په اوږدو کې موقعیت لري، د کابل ښار له مهمو اقتصادي دهلېزونو څخه ګڼل کېږي. د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا کار هم د ماستر پلان سره سم، له دې مخکې د ۹٬۳۹۸ مترو په اوږدوالي او د ۶۰ مترو په سور سره پیل شوی وو چې، چارې یې په منظم ډول روانې دي.
د دې مهم سړک جوړول چې، د ختیځ زون د اقتصادي دهلېز په توګه ګڼل کېږي، د ښاریانو له پخوانیو هیلو څخه و چې، اوس د پلي کېدو په حال کې دی.