
د اتمې او شپاړلسمې ناحیې اړوند له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پام وړ کاري پرمختګ لري او ډېر ژر به یې د قیر کولو چارې پیل شي.
یاد سړک چې د ۳۰۷۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په سور ډیزاین شوی، د استنادي دېوالونو، معیاري لښټیو، پلیو لارو، ګلدانونو او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم پکې شامل دي.
د کابل ښاروالۍ مسئولین وایي چې، د دې سړک په جوړېدو به له یوې خوا د کارته نو سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به د کابل- جلال آباد لویې لارې پر لور ترافیکي بهیر په غوره توګه تنظیم شي.
د دوی په باور؛ د داسې معیاري سړکونو پراختیا، ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامځته کولو سربېره، د سیمو په اقتصادي وده کې هم مهم رول لري.
د کارته نو – قلعه زمانخان د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي


