
د کابل ښاروالۍ د مسؤلینو، عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون په یولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو، چې په ترڅ کې یې یو شمېر نیالګي کېنول شول.
د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل، د نیالګیو کېنولو او د زرغونو سیمو د پراختیا د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د نیالګیو او ونو د خړوبولو او ساتنې په برخه کې د سیمې د اوسېدونکو همکاري حتمي ده.
نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالۍ به د نیالګیو د خړوبولو او ساتنې لپاره خپلې برنامې د ښاریانو په مرسته عملي کړي.
ورته مهال د یوولسمې ناحیې رئیس مولوي احمد قائد او محمد یاسین امین هر یوه په جلا توګه په خپلو خبرو کې ښاریان د نیالګیو کېنولو ته را وبلل او ویې ویل چې، نیالګي کېنول د انسانانو په ژوند کې خورا ډېرې ګټې لري.
دوی ټینګار وکړ چې، د کابل ښار د ښکلا او زرغونتیا لپاره اړینه ده څو هر وګړی لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او په دوامداره توګه یې ساتنه وکړي.
په دې مراسمو کې د یوولسمې ناحیې اوسېدونکو د ښاري سیمو د زرغونتیا لپاره ۶۵۰ نیالګي چمتو کړي وو چې، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د هغوی د دې نیک احساس او همکارۍ ساتنه کوي.
په یولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو


