د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې او دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګراميو پله له سیمې څخه د ملالۍ (بتخاک) څلورلارې سویل خوا ته تر سړک پورې د جوړولو چارې روانې دي.
ټاکل شوې ده دا سړک د روان کال په اوږدو کې د ۵۶۳۴ مترو په اوږدوالي جوړ شي چې، ۴۹۸۳ متره برخه یې ۳۰ متره او۶۵۱ متره یې ۴۵ سور لري.
مسئولین وايي چې، د دې سړک جوړول به نه یوازې د ترانسپورتي زیربناوو په پیاوړتیا او د ترافیکو د بهیر په ښه تنظیم کې مرسته وکړي، بلکې د سیمې په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې به هم اغېزمن رول ولوبوي.
د بګراميو پله له سیمې څخه تر ملالۍ څلورلارې پورې د نوي سړک د جوړولو چارې روانې دي


