الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي بلاکونو له سیمې څخه تر څلور سوه بستریز روغتون پورې د سړک لومړنۍ چارې پیل شوې

د لسمې ناحیې اړوند د هوايي بلاکونو له سیمې څخه تر څلور سوه بستریز روغتون پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا د ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
انجنیر میرالرحمن ناصري، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: دغه سړک چې، ۱۱۶۷ متره اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري، د هوايي ډګر سړک لپاره بدیل سړک ګڼل کېږي. د ښاغلي ناصري په وینا، دغه پروژه چې، د لښتیو، پلیولارو، د سړک په اوږدو کې استنادي دیوالونو، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول پکې شامل دي، تر راتلونکو ۷ میاشتو پورې به په اساسي او معیاري ډول بشپړه شي.
دغه راز د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، اوسمهال یې لومړنۍ چارې، لکه کیندنې، د خاورو لېږدول او د خنډونو پاکول پیل شوې دي، تر څو د سړک اساسي جوړولو ته زمینه برابره شي. د نوموړي په وینا، یاد سړک به د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د شاوخوا سیمو په اقتصادي او پراختیایي وده کې مهم رول ولوبوي.