الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پډولې څخه تر سنګ نوشتې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي


د خوشحال خان د دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې او د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې تر سنګ نوشتې پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې د پلان له مخې په منظمه توګه روانې دي چې، کیندنې، خاورې لېږدول او هوارول پکې شامل دي.
د اوومې او شلمې ناحیې اړوند دغه سړک د خوشحال خان دویم نمبر لېسې له لوېدیځ لوري څخه د پډولې تر درېیمې پروژې پورې ۴۸۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور او له یادې سیمې څخه تر سنګ نوشتې پورې ۳۳۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵.۳ متره سور لري چې، د جوړولو چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا ښاریانو په ځانګړې توګه د پډولې سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بله خوا به د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
د دې زېربنايي پروژې پلي کول د کابل ښار د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په برخه کې مهم ګام دی.