الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو


د کابل ښاروالۍ د مسؤلینو، عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دولسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د نیالګیو کېنولو کمپاین ترسره شو.
په دې مراسمو کې د زرغونتیا ریاست فني مرستیال مولوي محمدشاه همت د نیالګیو او زرغونو سیمو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې، نیالګي کېنول یو الهي امر دی او د چاپېریال او انسانانو د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري.
نوموړي زیاته کړه چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په روان موسم کې د دولسمې ناحیې د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره د ۲۰۲۰۰ بېلابېلو نیالګیو او زینتي ګلونو د کېنولو او روزنې پلان لري چې، تر دې دمه ۸۱۵۰ بېلابېل ډوله نیالګي او زینتي ګلان کېنول شوي دي.
د زرغونتیا ریاست تخنیکي مرستیال له ښاریانو وغوښتل چې، د کابل ښار د ښکلا او سمسورتیا په موخه لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او په دوامداره توګه ساتنه وکړي. هغه د زرغونو سیمو او پارکونو جوړول او پراختیا د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه وبلل او ټینګار یې وکړ چې، د ښار په نورو سیمو کې به هم نیالګي او زنیتي بوټي کېنول شي.
ورته مهال د دولسمې ناحیې مسؤلینو او اوسېدونکو هم ژمنه وکړه چې، د زرغونو سیمو د ساتنې او پراختیا په برخه کې به هر اړخیزه همکاري وکړي. دوی زیاته کړه چې، د نیالګیو یوه برخه د سوداګرو، خصوصي ښوونیزو بنسټونو، د تنظیفي خدمتونو شرکتونو، د ګذر وکیلانو او یو شمېر ښاریانو له چمتو شوي دي او د خړوبولو او ساتنې په برخه کې به یې هم منظم پلانونه پلي شي.
ګډونوالو د زرغونو سیمو د رامنځته کولو او پراختیا په برخه کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ناحیې زرغونې سیمې پراختیا ومومي.