الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې روانې دي


په کابل ښار کې د ترانسپورتي زېربناوو د پراختیا په موخه د کابل- لوګر سړک د لومړۍ برخې بنسټیزې چارې روانې دي او هڅه کېږي چې، د روان کال په بهیر کې بشپړې شي.
دا سړک له نجات څلي څخه تر چرخ آب پورې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۶۰ متره سور لري چې، د یوه کانال، لښتیو، پلچکونو، پلیو لارو، لښتیو، ګلدانونو، څراغونو او کرښو اچولو په ګډون ډیزاین شوی دی.
د دې سړک په د درې لیکو کې څلور کیلو متره برخه قیر شوې ده او اوس مهال یې د نورو برخو بنسټيزې چارې په منظمه توګه روانې دي.
د کابل- لوګر سړک د جوړولو پروژه د کابل په سویل کې یوه له مهمو پروژو څخه ده چې، په بشپړېدو سره به یې ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکې کې د کابل ښاروالۍ له لوري له چرخ آب څخه تر سنګ نوشتې پورې د دې سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې هم پیل شي.