الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي


د مکروریانو له څلورلارې څخه تر پکتیا کوټ سیمې پورې د ۹۳۹۷ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د کابل – جلال‌آباد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو چارې په منظمه توګه روانې دي او ټاکل شوې ده ۳ کیلو متره برخه یې په نږدې راتلونکې کې قیر کولو ته چمتو شي.
دغه راز له پکتیا کوټ سیمې څخه تر تنګي غارو پورې د ۱۰۲۹۳ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو په سور سره د یاد سړک د دویمې برخې د جوړولو لومړنۍ چارې د کابل ښاروالۍ له خوا هم پیل شوې دي. کابل ښاروالۍ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او د ښار په اقتصادي وده کې د دې سړک د اهمیت په درک کولو سره، خپل ټول کاري ظرفیتونه او امکانات په کار اچولي دي، څو دا پروژې ژر تر ژره بشپړې کړي.
په دې پرژه کې لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، څراغونه او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي چې، په بشپړېدو سره به یې د کابل ښار د ختيځ زون په اقتصادي دهلیز کې د آسانتیاوو د رامنځته کولو سربیره، د کابل ښار ښکلا به هم زیاته شي.