
د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دولسمې ناحیې د ۲۴م ګذر اړوندد امنیت ښارګوټي په سیمه کې د ۳ فرعي سړکونو او یوې کوڅې د جوړولو چارې روانې دي.
د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه پروژه په ټولیزه توګه ۱۲۳۰ متره اوږدوالی، ۴ او ۶ متره سور لري چې، تر اوسه یې ۷۰ سلنه چارې مخته تللې دي.
ټاکل شوې ده دغه پروژه چې، د لښتیو جوړول هم پکې شامل دي تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه شي.
د یادونې وړ ده چې، یاده پروژه له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو رامنځته کولو او د ټولنیزو ستونزو دهوارولو په موخه، د پلي کېدو په حال کې ده.
د دولسمې ناحیې په ۲۴م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅې جوړولو چارې روانې دي


