الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هزاره بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي


د یولسمې او اوولسمې ناحیې اړوند د ۳۱۵ له سیمې څخه د منشي میرغلام سیمې او پر دوام یې د کابل- پروان تر سړک پورې د هزاره‌ بغل نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په دوه برخو کې روانې دي.
دغه سړک د خیرخانې کوتل بدیل سړک ګڼل کېږي چې، په ټولیزه توګه ۶۶۸۴ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري.
په دې پروژه کې دلښتیو، پلیولارو، استنادي دېوالونو او پلچکونو جوړول، د څراغونو نصبول، په سړک د کرښو اچول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم شامل دي چې، د ۱۸ میاشتو په موده کې په اساسي توګه بشپړه شي.
یاد سړک د کابل ښار په شمالي زون کې ځانګړی اهمیت لري او د خیرخانې کوتل په سړک د ترافیکي ګڼې ګوڼې په کمښت او د ورڅېرمه سیمو په اقتصادي ودې کې به اغیزمن رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې، دغه سړک له ۳۱۵ سیمې څخه تر منشي غلام ښارګوټي پورې ۲۶۳۵ متره او له منشي میرغلام ښارګوټي څخه د کابل- پروان تر سړک پورې ۴۰۴۹ متره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري.