الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي


په ښار کې د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د کمښت او په مرکزي سیمو کې د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د باغ قاضي سړک د جوړولو او پراختیا چارې، له نجات څلي څخه د ابن‌سینا تر روغتون پورې، د ۲۳۵۰ مترو په اوږدوالي او ۴۵ مترو په سور سره روانې دي.
د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلیولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول هم شامل دي، چې په روان کال کې به په معیاري توګه بشپړه شي.
دغه پروژه به د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست تر تخنیکي څارنې لاندې په ټاکلي وخت او غوره کیفیت پلي شي.
د دې سړک په جوړېدو سره به، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت تر څنګ، د سوداګریزو مارکېټونو او نورو هغو ښاریانو لپاره چې، له دې لارې تګ‌راتګ کوي، د پام وړ ټولنیزې او ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته شي.
کابل ښاروالۍ د ښار په کچه د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو پراختیا ته ژمنه ده او ورته پروژې په بېلابېلو ناحیو کې هم روانې دي.